پکتیکا؛ زیړوک ولسولۍ کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې
د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په زیړوک ولسوالۍ کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې، چې دوې اوونۍ به دوام وکړي.
د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې انارګل لوبډلې د ۲ پر یو میدان په توپیر خپلې سیالې حبیب الله لوبډلې ته ماتې ورکړه او د سیالیو لومړۍ بریا یې خپله کړه.
