زابل؛ خاک افغان ولسوالۍ کې د ۱۰۰ غېږنيونکو ترمنځ سيالۍ وشوې
د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د ملي او دوديزو لوبو مديريت له لوري له درېيو ولسوالیو ۱۰۰ غېږنيونکو ترمنځ د غېږنيونې سيمه ييزې سيالۍ وشوې.
دا سيالۍ د ارغنداب، خاک افغان او دايچوپان غېږنيونکو ترمنځ ترسره شوې، چې په پايله کې د ارغنداب ولسوالۍ غېږنيونکو په لومړي مقام پای ته ورسېدې.
