کابل؛ د هنډ بال ملي لوبډله د جنوبي اسیا چېلنج کپ سياليو کې د ګډون په موخه بنګلاديش ته ولاړه

org2_admin
Mon, Jun 08 2026 2:56 PM
کابل؛ د هنډ بال ملي لوبډله د جنوبي اسیا چېلنج کپ سياليو کې د ګډون په موخه بنګلاديش ته ولاړه

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست اړوند د هنډ بال ملي فدراسیون له لوري له ۱۸ کلنو او ۲۰ کلنو کم عمره ۳۴ کسيزه هنډ بال ملي لوبډله د جنوبي اسیا چېلنج کپ سياليو کې د ګډون په موخه بنګلاديش ته ولاړه او د المپيک کمېټې په تالار کې د خدای پامانۍ مراسم ترسره شول.

د خدای پامانۍ په دغو مراسمو کې د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست فني او مسلکي مرستیال حافظ احمد جان ځدراڼ، د المپيکي چارو رئيس داد محمد پاينده اختري، د هنډبال ملي فدراسیون رئیس هدایت الله کامه وال او د هنډبال ملي لوبډلو ورزشکارانو ګډون کړی وو.

په دغو مراسمو کې د ورزش ادارې فني او مسلکي مرستیال حافظ احمد جان ځدراڼ د ښه راغلاست ترڅنګ زياته کړه « د خوښۍ ځای دی، چې د نورو فدراسيونونو په څېر د هنډ بال ملي فدراسيون د افغانستان په نمايندګۍ د نړيوالو سياليو لپاره بهر ته ځي او تمعه لرو، چې د افغانستان لپاره ښې لاسته راوړنې ولرئ.» همدارنګه په پای کې یې د ورزش ادارې په استازولۍ ورزشکارانو ته د همکارۍ ډاډ ورکړ او دوی ته يې د ښه سفر دعا وکړه.

ورپسې د هنډ بال ملي فدراسیون رئیس هدایت الله کامه وال د هنډ بال ورزش د ودې پر اړه خبرې وکړې او زياته يې کړه د هنډ بال ملي فدراسیون له ډېرو هڅو سره وتوانېده، چې له پنځو کلنو وروسته خپل لوبغاړي په پوره چمتووالي سره نړيوالو سياليو کې د ګډون په موخه بهر ته ولیږي.

دغه سيالۍ به د بنګلاديش په کوربتوب د جنوبي اسیا د ۱۰ هېوادونو ترمنځ د روان ميلادي کال د جون مياشتې له ۱۰ مې نېټې څخه تر ۱۴ مې نېټې پورې ترسره شي، چې د افغان ۲۰ کلنو کم عمره هنډبال لوبډلې لومړۍ لوبه به د بنګلاديش په وړاندې او له ۱۸ کلنو کم عمره لوبډلې لومړۍ لوبه به د مالديف په وړاندې د روانې جون میاشتې په لسم تاريخ ترسره کړي.

د يادونې وړ ده، چې په دغو لوبډلو کې له ۲۰ کلنو کم عمره هنډبال ملي لوبډلې ۱۴ ورزشکاران دوه روزونکي او يو هيئت او له ۱۸ کلنو کم عمره هنډ بال ملي لوبډلې هم ۱۴ ورزشکاران دوه روزونکي يو لوبڅار ګډون کړی و.

Latest news

Mon, Aug 17 2026 5:49 PM
Background image

The Central Zone Water Polo Selection Competitions

The Central Zone Water Polo Selection Competitions, with the participation of 60 athletes from six provinces of the country, were launched in Kabul by the National Aquatics Sports. . .

Sun, Aug 16 2026 2:58 PM
Background image

in honor of the 24th of Asad,


At the sports festival organized by the Directorate General of Physical Education and General Sports in honor of the 24th of Asad, Afghanistan's Minister of Defense, Mullah Mohammad. . .

BACK TO NEWS