پکتیکا؛ سر روضه ولسوالۍ کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې
د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په سر روضه ولسوالۍ کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې، چې ۱۴ ورځې به دوام وکړي.
د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې سر روضه لوبډلې د ۴ پر صفر ګولونو په توپیر خپلې سیالې صدر لوبډلې ته ماتې ورکړه او د سیالیو لومړۍ بریا یې خپله کړه.
