دایکندي؛ مرکز نيلي ښار کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پای ته ورسېدې
د دايکندي ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز نيلي ښار کې له ۱۱ کم عمره د فوټسال نویو ځوانانو د شپږو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ د طوفان لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د دغو سياليو په پايلوبه کې طوفان لوبډلې خپلې سیالې محمدي لوبډلې ته د ۵/۲ ګولونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.
د يادو سياليو په د فوټسال لوبو ته وده ورکول او د غوره لوبغاړو موندل و، چې درې اوونۍ يې دوام وکړ.
