په لغمان کې د والیبال سیالۍ ترسره شوې.
د لغمان ولایت مرکز اړوند بصرام سیمه کې د ۴۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ ترسره شوې.
یادې سیالۍ چې د بصرام د قومي مشرانو او ځوانانو په نوښت پیل شوې وې، موخه یې د ځوانانو او ولسونو ترمنځ د یووالي او د نشه یي توکو په وړاندې مبارزه وه.
ددې سیالیو لومړی مقام د بصرام لیسې لوبډلې او دوهم مقام د نوري کلي لوبډلې ترلاسه کړ.
د لغمان ولایت د بدني روزنې آمر محمد عابد رحماني د داسې سیالیو د ترسره کولو په پار له قومي مشرانو او ځوانو مننه وکړه او مخکښې بریالېې لوبډلې یې په کپونو او ستاینلیکونو ونازولې.
