میدان وردګ؛ سیدآباد ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې
د میدان وردګ ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت له لوري د یاد ولایت په سید آباد ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د حکیم خېلو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه کې حکیم خېلو لوبډلې د ۲ پر صفر میدانونو په توپیر خپلې سیالې شمس الحق لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.
دا سیالۍ د ځوانانو ترمنځ د یووالي په موخه ترسره شوې، چې پنځه ورځې یې دوام وکړ.
