دایکندي؛ مرکز نيلي کې د پنځو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پيل شوې
د دايکندي ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز نيلي کې له مرکز او ولسواليو څخه د پنځو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پيل شوې، چې يوه اوونۍ به دوام وکړي.
د دغو سياليو په لومړۍ لوبه کې محمدي اکاډمي لوبډلې خپلې سيالې صفري اکاډمي لوبډلې ته د ۵/۲ ګولونو په توپير ماتې ورکړه او لومړۍ بريا يې خپله کړه.
د يادو سياليو موخه د فوټسال لوبو ته وده ورکول او ورزش ته د ځوانانو هڅول دي.
