غزني؛ ګيلان ولسوالۍ کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
Thu, Jul 02 2026 9:53 AM
غزني؛ ګيلان ولسوالۍ کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پای ته ورسېدې

د غزني ولایت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د ټېپ بال کرېکټ ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت د ګيلان ولسوالۍ په اغوجان کلي کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سياليو په پايلوبه کې اغوجان اتلانو لوبډلې په ټاکلو ۱۰ اورونو کې د ۴ لوبغاړو په سوځېدو سره ۲۰۲ منډې جوړې کړې په مقابل کې ذهين لوبډلې د ۸ لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۸۰ منډې جوړې کړې او لوبه د ۲۲ منډو په توپير اغوجان اتلانو لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د يادو سياليو موخه د ټېپ بال کرېکټ ته وده ورکول او په ګيلان ولسوالۍ کې د ځوانانو ترمنځ يووالی رامنځته کول و، چې يوه مياشت يې دوام وکړ.

Latest news

Mon, Aug 17 2026 5:49 PM
Background image

The Central Zone Water Polo Selection Competitions

The Central Zone Water Polo Selection Competitions, with the participation of 60 athletes from six provinces of the country, were launched in Kabul by the National Aquatics Sports. . .

Sun, Aug 16 2026 2:58 PM
Background image

in honor of the 24th of Asad,


At the sports festival organized by the Directorate General of Physical Education and General Sports in honor of the 24th of Asad, Afghanistan's Minister of Defense, Mullah Mohammad. . .

BACK TO NEWS