پکتیکا؛ مرکز ښرنه کې د ٥٤ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې
د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت مرکز ښرنه کې د ٥٤ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د عبدالرازق لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه کې عبدالرازق لوبډلې د ٣٤ منډو په توپیر خپلې سیالې احسان محمد خېل لوبډلې ته ماتط ورکړه او اتلولی یې وګټله.
دا سیالۍ د ځوانانو ترمنځ یووالي په موخه ترسذه شوې، چې ٤٥ ورځې یې دوام وکړ.
