هلمند؛ مرکز لښکرګاه ښار کې د ١٢ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې
د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت مرکز لښکرګاه ښار کې د ١٢ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د امید ځوانانو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه کې امید ځوانانو لوبډلې د ٣٤ منډو په توپیر خپلې سیالې جاوید فرهاد لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولی یې وګټله.
دا سیالۍ ورزش ته د ځوانانو د هڅونې په موخه ترسره شوې، چې دوې اوونۍ یې دوام درلود.
