کندز کې د ۵۰ میلیونو افغانیو په لګښت یو ورزشي جمنازیوم جوړ او پرانیستل شو

org2_admin
Wed, Jul 08 2026 3:10 PM
کندز کې د ۵۰ میلیونو افغانیو په لګښت یو ورزشي جمنازیوم جوړ او پرانیستل شو

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست له لوري د کندز ولایت دبدني روزنې او ورزش ریاست لپاره د ۵۰ میلیونو افغانیو په لګښت یو ورزشي جمنازیوم جوړ او د ورزشکارانو پر مخ پرانیستل شو.

دغه ورزشي جمنازیوم، چې په دوه جریبه ځمکه کې جوړ شوی؛ په یو وخت کې د ۵۰۰ نندارچیانو د ناستې ظرفیت لري او دغه راز د اوسېدو لس خونې پکې جوړې شوي دي.

د یاد جمنازیوم د پرانیستې په مراسمو کې د کندز ولایت د ورزش رئیس قاري عزت الله سنان او نورو ورزشي مسؤولانو، د کندز ولایتي چارواکو، قومي مشرانو، سپین ږیرو، ورزشکارانو او د ورزش ګڼو مینوالو ګډون کړی و او د افغانستان د ورزش ادارې د هڅو ستاینه یې وکړه.

د پرانیستې په پای کې د ورزشکارانو له لوري بېلابېلې ورزشي نندارې ترسره شوې.

Latest news

Mon, Aug 17 2026 5:49 PM
Background image

The Central Zone Water Polo Selection Competitions

The Central Zone Water Polo Selection Competitions, with the participation of 60 athletes from six provinces of the country, were launched in Kabul by the National Aquatics Sports. . .

Sun, Aug 16 2026 2:58 PM
Background image

in honor of the 24th of Asad,


At the sports festival organized by the Directorate General of Physical Education and General Sports in honor of the 24th of Asad, Afghanistan's Minister of Defense, Mullah Mohammad. . .

BACK TO NEWS