د بغلان مرکز کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د تکواندو ټاکنیزې سیالۍ وشوې
د بغلان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د wtf تکواندو ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د wtf تکواندو ټاکنیزې سیالۍ وشوې، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.
دغه سیالۍ د تنکیو ځوانانو، نویو ځوانانو او د ځوانانو په عمري کټګوریو کې ترسره شوې، چې په پایله کې ۸ تنه د بغلان ولایت د تکواندو منتخبې لوبډلې ته وټاکل شول.
د یادو سیالیو موخه ورزش ته د ځوانانو هڅول او د غوره ورزشکارانو ټاکل و، د سیالیو په پای کې غوره ورزشکارانو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.
