پکتیا؛ مرکز ګردېز ښار کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ رزمي سيالۍ ترسره شوې
د پکتیا ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست له لوري د ياد ولايت مرکز ګردېز ښار کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي ورزشونو یوني فایټ سبک دوستانه سيالۍ ترسره شوې.
دغه سيالۍ د نويو ځوانانو، ځوانانو او لویانو ورزشکارانو په عمري کټګوريو کې ترسره شوې، چې په پايله کې ۱۵ ورزشکارانو خپلو سيالانو ته په ماتې ورکولو سره برياوې خپلې کړې.
