د هرات مرکز ښار کې د ۸۰ ورزشکارانو ترمنځ د کیک بوکسینګ شپږم پړاو سیالۍ وشوې
د هرات ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د کیک بوکسینګ ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز ښار کې له ۱۰ کلبونو څخه د ۸۰ ورزشکارانو ترمنځ د کیک بوکسینګ طلایي کمربندونو شپږم پړاو سیالۍ وشوې، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.
دغه سیالۍ د نویو ځوانانو، ځوانانو او د لویانو ورزشکارانو په عمري کټګوریو کې ترسره شوې، چې په پایله کې ۴۰ ورزشکارانو بریاوې خپلې کې او د طلايي کمربندونو او مډالونو ګټونکي شول.
