بغلان؛ پل حصار اندراب ولسوالۍ کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې
د بغلان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د واليبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په پل حصار اندراب ولسوالۍ کې له مرکز او ولسواليو څخه د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې
د دغو سياليو په پايلوبه کې ده صلاح ولسوالۍ لوبډلې خپلې سيالې پروان لوبډلې ته د ۳/۱ ميدانونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي خپله کړه.
