پکتیا؛ مرکز ګردېز ښار کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د فولرزم سیالۍ ترسره شوې
د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش رياست له لوري د یاد ولایت مرکز گردېز ښار کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د فولرزم دوستانه سیالۍ ترسره شوې.
دغه سيالۍ د نویو ځوانانو، ځوانانو او لويانو ورزشکارانو په عمري کټگوریو کې ترسره شوې، چې په پايله کې ۲۰ ورزشکارانو خپلو سیالانو ته په ماتې ورکولو سره بریاوې خپلې کړې.
