د سرپل مرکز کې د ۴۰ کورشکارانو ترمنځ د کورش سیالۍ وشوې
د سرپل ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د کورش ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت د مرکز په بالاکینت کلي کې د ۴۰ کورشکارانو ترمنځ د کورش سیالۍ وشوې.
د دغو سیالیو په پایله کې ۲۰ کورشکارانو خپلو سیالانو ته په ماتې ورکولو سره بریاوې خپلې کړې او د ډالیو ګټونکي شول.
د یادو سیالیو موخه د پهلوانۍ ورزش ته وده ورکول، د ورزشکارانو ترمنځ یووالی رامنځته کول او مثبته روحیه پیداکول و، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.
