په کندز ولایت کې د اتو ولایتونو د ورزشکارانو ترمنځ د رزمي ورزشونو سیالۍ وشوې

په کندز ولایت کې د اتو ولایتونو(کابل، پروان، بلخ، سمنګان، بغلان، تخار، بدخشان او کندز) د ورزشکارانو ترمنځ د ام ام اې په سبک کې د رزمي ورزشونو سیالۍ ترسره شوې.
دغه سیالۍ د اړوند فدراسيون له لوري دکندز ولايت د بدني روزنې اوورزش ريا ست په همغږي د اماتور او پروفيشنل په برخه کې د ۳۴ جوړو فايټرانو ترمنځ په دوه (ځوانان او لويان) کټګوريو کې د کندز ولايت دعقاباني نوري په تمریني کمپ کې د يوې ورځې لپاره ترسره شوې.
یادو سیالیو ته د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش آمر الحاج عبدالقيوم رحيمي، د رزمي ورزشونو له ملي فدراسيون څخه راغلي پلاوی، استاذان، روزونکي، امنيتي مسولين او سلګونه نندارچيان ورغلي وو.
په پای کې د کندز ولايت ورزشکارانو ددرۍ کمربندونو او 8 مډالونو په اخستلو سره لومړی مقام خپل کړ او ورپسې د کابل او بغلان ولایتونو په ترتيب سره دوهم او درېيم ځاي خپل کړ .