بلخ؛ شورتپې ولسوالۍ کې د واليبال شپنۍ سيالۍ وشوې
د بلخ ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همغږۍ، د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په شورتپې ولسوالۍ کې د ١٢ لوبډلو ترمنځ د واليبال شپنۍ سيالۍ وشوې.
د يادو سياليو په پايلوبه کې اتفاق لوبډلې خپلې سیالې صداقت لوبډلې ته د ۱-۰ ميدان په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.
