ننگرهار؛ اچين ولسوالۍ کې د ۲۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پيل شوې
د ننگرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست په همغږۍ د ياد ولايت په اچین ولسوالۍ کې د ۲۸ لوبډلو ترمنځ د "مرحوم بسم الله جان شينواري" په نوم د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پيل شوې.
د يادو سياليو پيليزه لوبه د پيښې خوړ اتلانو او کېنگ ايليون سټار لوبډلو ترمنځ وشوه، د لوبې پچه پيښې خوړ اتلانو لوبډلې وگټله او لومړی يې د توپ وهنې پرېکړه وکړه، چې په ټاکلو اتو اورونو کې يې د دوو لوبغاړو په سوځېدو سره خپلې سيالې لوبډلې ته د ۱۲۱ منډو هدف کېښود، په ځواب کې کېنگ ايليون سټار لوبډلې د ټولو اورونو په لوبولو سره ۱۱۰ منډې وکړې او لوبه يې د ۱۰ منډو په توپير وبايلله.
د يادونې وړ ده، چې دغه سيالۍ به شاوخوا دوې مياشتې دوام وکړي.
