میدان وردګ؛ سیدآباد ولسوالۍ کې د ۴۰ لوبغاړو ترمنځ د ځغاستې سیالۍ ترسره شوې
د میدان وردګ ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوي د یاد ولایت په سیدآباد ولسوالۍ کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سیالۍ ترسره شوې.
دا سیالۍ په درې کیلو متره واټن کې ترسره شوې، چې په پایله کې یې مخلص لومړی، جواد دویم او الیاس بیا درېیم مقام ترلاسه کړ.
