ننګرهار؛ په چپرهار ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د ټيپ بال کرکټ سيالۍ پای ته ورسېدې
د ننګرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند ټیپ بال کرکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري په چپرهار ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ موټرسایکل جام سیالۍ پای ته ورسېدې.
د دغو سیالیو پایلوبې ته د چپرهار مطیعالله امرخېل او کونړ سټار لوبډلو لار موندلې وه، لومړی توپوهنه مطیعالله امرخېل لوبډلې وکړه او په ټاکلو لسو اورونو کې يې سیالې لوبډلې ته ۱۴۳ منډې هدف کېښود. د لوبې په دويمه پاڼۍ کې کونړ سپارل لوبډلې ياد هدف د لوبې په وروستي اور کې پوره کړ او په يوه ویکټ يې اتلولي خپله کړه.
