د سرپل مرکز کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د فوټبال دویمه درجه لیګ پای ته ورسېد
د سرپل ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز کې د د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د فوټبال دویمه درجه لیګ پای ته ورسېد، چې دوې میاشتې یې دوام وکړ.
د دغو سیالیو په پایلوبه کې لغمان خراسان لوبډلې خپلې سیالې بولدوزر شمس کولا لوبډلې ته د ۱/۰ ګول په توپير ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.
