کابل؛ پغمان ولسوالۍ کې د ٣٠ ورزشکارانو ترمنځ د ګلف ملي ټاکنیزو سیالیو لومړی پړاو سیالۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
Tue, Jul 28 2026 3:20 PM
کابل؛ پغمان ولسوالۍ کې د ٣٠ ورزشکارانو ترمنځ د ګلف ملي ټاکنیزو سیالیو لومړی پړاو سیالۍ پای ته ورسېدې

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست اړوند د ګلف ملي فدراسیون له لوري د پغمان ولسوالۍ قرغې سیمه کې د ٣٠ ورزشکارانو ترمنځ د ګلف ملي ټاکنیزو سیالیو لومړی پړاو سیالۍ پای ته ورسېدې.

په دغو سیالیو کې د ملي لوبډلې او کابل ښار بېلابېلو کلبونو څخه ورزشکارانو ګډون کړی و، چې په پای کې یې حشمت الله سروري لومړی، نور احمد فاضل دویم او محمد نادر درېیم مقام ترلاسه کړ او په ټوله کې لس تنه له کابل څخه ملي ټاکنیزو سیالیو ته وټاکل شول.

ټاکل شوې، چې په بامیان او هرات ولایتونو کې به هم له ورته سیالیو وروسته د درې واړو ولایتونو (کابل، بامیان او هرات) غوره ورزشکارانو ترمنځ د ملي لوبډلې ټاکنیزې سیالې ترسره او تر ټولو غوره هغه به یې د ګلف ملي لوبډلې ته وټاکل شي.

د یادونې وړ ده، چې د دغو سیالیو لومړي مقام ګټونکي لوبغاړی حشمت الله سروري ته د هرات ولایت د ګلف فدراسیون رئیس شکیب حیاتي له لوري نغدي ډالۍ ورکړل شوه.

Latest news

Thu, Apr 17 2025 12:19 PM
Background image

A marathon race held among 17 Foreign Tourists in Kabul

A marathon competition was held at Kabul’s Ghazi Stadium among 17 tourists from eight foreign countries. The event was organized by the General Directorate of Physical Education and. . .

Sat, Dec 28 2024 9:29 AM
Background image

Blind Cricket Team chairman met with the Deputy Head of the Country’s Sports Department

‏In this meeting which was held in the deputy office,the deputy Hafiz Ahmad Jan Zadran praised the recent achievements of the national blind cricket team and emphasized that the sports. . .

Wed, Dec 25 2024 2:07 PM
Background image

The Team of the National power lifting Federation Departs for Qatar cup

A three-member team of the country's National power lifting Federation, with the support of the National Federation of this sport and in cooperation with the General Directorate of the. . .

BACK TO NEWS