هلمند؛ ناوې ولسوالۍ کې د لس لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې
د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ناوې ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې، چې ۱۵ ورځې به دوام وکړي.
د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې پنجاه و دو اتحاد لوبډلې د څلور ویکټو په توپیر خپلې سیالې سالم افغان لوبډلې ته ماتې ورکړه او د سیالیو لومړۍ بریا یې خپله کړه.
