غور؛ مرکز فيروزکوه ښار کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د بسکټبال سيالۍ پای ته ورسېدې
د غور ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د بسکټبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز فيروزکوه ښار کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د بسکټبال سيالۍ پای ته ورسېدې.
د دغو سياليو په پايلوبه کې چرخ فرقه لوبډلې خپلې سيالې جام غور لوبډلې ته د ۶۲/۴۱ امتيازونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.
د يادو سياليو موخه د بسکټبال ورزش ته وده ورکول او د غوره ورزشکارانو موندل و، چې دوې اوونۍ يې دوام وکړ.
