د پکتیکا په مرکزي زندان کې د درېیوو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې
د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مرکزي زندان کې د درېیوو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې، چې څلور ورځې به دوام وکړي.
د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې A بلاک لوبډلې د ۲ پر صفر میدانونو په توپیر خپلې سیالې B بلاک لوبډلې ته ماتې ورکړه او د سیالیو لومړۍ بریا یې خپله کړه.
