جوزجان؛ قرقین ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ وشوې
د جوزجان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د والیبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په قرقین ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ وشوې، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.
د دغو سیالیو په پایلوبه کې فضل کاروان لوبډلې خپلې سیالې ازادي قرقین لوبډلې ته د ۳/۲ میدانونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.
د یادو سیالیو موخه د ځوانانو ترمنځ د والیبال لوبو ته وده ورکول او یووالی رامنځته کول و.
