د فوټسال ملي لوبډلې د کانټنینټال جام سیالیو کې نیوزیلنډ ته ماته ورکړه
د فوټسال ملي لوبډلې د کانټنینټال جام سیالیو خپله څلورمه لوبه کې نیوزیلنډ ته د ۶ – ۱ ګولونو په توپیر ماته ورکړه.
په دغه سیالۍ د افغانستان لپاره امید قنبري او اکبر کاظمي دوه دوه ګوله او جواد حیدري او مهران غلامي یو یو ګول وواهه.
افغان ملي لوبډلې یادو سیالیو کې له څلور سیالیو څخه دوه د ټایلنډ او ویتنام پر وړاندې بایلودې، یوه روسیې سره مساوي کړه او څلورمه یې له نیوزیلنډ څخه په لوړ توپیر وګټله.
دغه سیالۍ د ټایلنډ په کوربهتوب بنکوک ښار کې د پنځه هېوادونو په ګډون د روانې میلادي میاشتې پر لومړۍ پیل شوي وې او نن( د اکسټ ۶مه) پای ته ورسېدې.
