بلخ؛ مرکز مزار شریف ښار کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د موټر ځغلونې نندارې وشوې
د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د موټر ځغلونې فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز مزار شریف ښار کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د موټر ځغلونې نندارې وشوې.
یادې نندارې د افغانستان د ا.ا د فتحې د پینځمې کلېزې په ویاړ ترسره شوې، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.
