بلخ؛ چاهي ولسوالۍ کې د ٥٠ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزې سیالۍ وشوې
د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د کورش فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په چاهي ولسوالۍ کې د ٥٠ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزي سیالۍ وشوې.
د دغو سیالیو په پایله کې د ٥ جوړو ترمنځ لوبې مساوي او ٢٠ پهلوانانو خپلو سیالانو ته په ماتې ورکولو سره بریاوې خپلې کړې او د ډالیو ګټونکي شول.
د یادو سیالیو موخه د افغانستان ا. ا د فتحې د پینځمې کلېزې نمانځل و، چې یوه ورځ دوام وکړ.
