د المپیک په ملي کمېټي کې د فدراسیونونو د رئیسانو ترمنځ جلسه وشوه.
دغه جلسه چې د المپيک ملي کمېټې په تلار کې نیول شوې وه، د المپيک ملي کميټې او د بدني روزنې او ورزش د عمومي ریاست سرپرست نظرمحمد مطمئن، د المپیک ملي کمېټې او د فدراسیونونو مسؤلینو پکې ګډون کړی و.
د جلسې په جریان کې د بودیجې د پر ځای او اغېزمن لګولو، د فدراسیونونو د جنتري یا کاري مهال وېشونو ارائه، د فدراسیونونو ټاکنې او همدا رنګه د فدراسیونونو پلانونه او سیالۍ تربحث لاندې ونیول شول.
د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست سرپرست زیاته کړه: «موږ د لوبو او سیالیو ترسره کولو کافي بودیجه په لاس کې لرو، په پلازمېنه او ولایتونو کې د خپلو مسابقو پلانونو برابر کړئ او د بودیجې په لګولو کې عادل اوسئ».
همدارنګه د فدراسیونونو له رئیسانو وغوښتل شول ترڅو د خپلو ورزشي فعالیتونو مهال وېشونه او پلانونه برابر او د عملي کولو لپاره یې لاس په کار شي.
