هلمند؛ ناوې ولسوالۍ کې د لس لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې
د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ناوې ولسوالۍ کې د لس لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د عزیزي اتحاد لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه کې عزیري اتحاد لوبډلې له خپل ١٦١ منډو هدف څخه دفاع وکړه او د ٢٨ منډو په توپیر یې خپلې سیالې حیدرآباد لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.
دا سیالۍ د ځوانانو لپاره د سالمې بوختیا په موخه ترسره شوې، چې ٢٠ ورځې یې دوام وکړ.
