د هېواد د ۱۹ کلنو فوټسال لوبډله قرغزستان ته روانېږي

افغان لوبغاړي د المپيک ملي کمېټې او ورزش له رئیس نظرمحمد مطمئن سره له مخه ښې وروسته په CAFA لوبو کې د ګډون په موخه قرغزستان ته روان شول.
ښاغلي مطمئن هغوی ته د ښه سفر او ډک لاس راستنېدو هیله څرګنده کړه او هم يې په لوبو کې د هڅې تر څنګ د سفر په اړه د ښه چلند توصیه وکړه.
د يادونې وړ ده، چې په دې لوبو کې به د افغانستان، تاجکستان، ايران، قرغزستان او ازبکستان لوبډلې برخه اخلي، چې د قرغزستان په کوربه توب به ترسره شي.
ټاکل شوې دغه لوبې د فبرورۍ له ۱۲مې تر ۱۹مې نېټې ترسره شي او د افغانستان د ملي لوبډلې لومړۍ لوبه به د فبرورۍ په ۱۲مه له ایران سره وشي.