هلمند؛ ناوې ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې
د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ناوې ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د باغ عمومي لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه کې باغ عمومي لوبډلې د څلورو ویکټو په توپیر خپلې سیالې ریګستان لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.
دا سیالۍ د ځوانانو لپاره د سالمې بوختیا برابرولو په موخه ترسره شوې، چې دوې اوونۍ یې دوام وکړ.
