کابل کې د ۲۲۵ سوکوهونکو ترمنځ د سوکوهنې سيالۍ روانې دي
د کابل ولايت، د بدني روزنې او ورزش رياست سره په همغږۍ د سوکوهنې ملي فدراسیون له لوري د کابل ښار د ۲۸ کلبونو څخه د ۲۲۵ ورزشکارانو ترمنځ د استاد عبدالغفور«رغبت» جام تر سرليک لاندې د سوکوهنې ۳۴م پړاو سيالۍ د ياد فدراسيون په جمنازيوم کې روانې دي، چې درې ورځې به دوام وکړي.
په دې سياليو کې ورزشکاران، په دوو عمري کټګوريو، ځوانانو او لويانو او په ۱۳ وزني کټګوريو کې د يو بل پر وړاندې سيالي ترسره کوي، تر څو بريا خپله کړې.
دغه سيالۍ د سوکوهونکو د تجربې لوړاوي او د سوکوهنې ورزش ته د ودې په موخه پيل شوې دي.
