کابل کې د ۱۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د پاورلفټينګ لسم پړاو ټاکنيزې سيالۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
Thu, Sep 03 2026 9:07 AM
کابل کې د ۱۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د پاورلفټينګ لسم پړاو ټاکنيزې سيالۍ پای ته ورسېدې

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست اړوند د پاورلفټينګ ملي فدراسيون له لوري د ياد رياست په ۵۰۰ کسيز ورزشي جمنازيوم کې د هېواد له ديارلسو ولايتونو څخه د ۱۴۰ ورزشکارانو ترمنځ پرته له تجهيزاتو د پاورلفټينګ لسم پړاو ملي ټاکنيزې سيالۍ د غوره ورزشکارانو په ټاکلو پای ته ورسېدې.

دغه سيالۍ د نویو ځوانانو، ځوانانو، لويانو او د تجربه لرونکو ورزشکارانو په عمري کټګوريو او له ۵۳ کيلو ګرام څخه تر ۱۲۰ کيلو ګرام پورې په بېلابېلو وزني کټګوريو کې ترسره شوې، چې په پايله کې ۹۵ تنه د پاورلفټينګ ملي لوبډلې ته او ۱۴ تنه د پاورلفټينګ راتلونکو بهرنيو سياليو ته وټاکل شول.

په دغو سياليو کې د ولايتونو په کچه کابل ولايت لومړی، هرات دويم او غور ولايت بيا درېيم مقام او د کټګوريو په لحاظ د نویو ځوانانو په عمري کټګورۍ کې متين شيرين سوخن لومړی، د ځوانانو په کټګورۍ کې منصور مصديق، د لويانو په کټګورۍ کې فواد شرين سوخن او د تجربه لرونکو ورزشکارانو په عمري کټګورۍ کې نوراحمد تاجک لومړي مقام خپل کړل.

د يادو سياليو د پای په مراسمو کې د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست فني او مسلکي مرستيال حافظ احمد جان ځدراڼ، د پاورلفټينګ فدراسيون رئيس نور احمد سخي زاده، د ورزش ادارې مسولينو او ورزشکارانو ګډون کړی وو.

د يادو سياليو موخه ملي لوبډلې او بهرنيو سياليو ته غوره ورزشکارانو ټاکل و، چې څلور ورځې يې دوام وکړ.

د سياليو په پای کې غوره ورزشکارانو ته کمر بندونه، مډالونه او ستاينليکونه ورکړل شول.

Latest news

Mon, Aug 17 2026 5:49 PM
Background image

The Central Zone Water Polo Selection Competitions

The Central Zone Water Polo Selection Competitions, with the participation of 60 athletes from six provinces of the country, were launched in Kabul by the National Aquatics Sports. . .

Sun, Aug 16 2026 2:58 PM
Background image

in honor of the 24th of Asad,


At the sports festival organized by the Directorate General of Physical Education and General Sports in honor of the 24th of Asad, Afghanistan's Minister of Defense, Mullah Mohammad. . .

Thu, Apr 17 2025 12:19 PM
Background image

A marathon race held among 17 Foreign Tourists in Kabul

A marathon competition was held at Kabul’s Ghazi Stadium among 17 tourists from eight foreign countries. The event was organized by the General Directorate of Physical Education and. . .

BACK TO NEWS