هلمند؛ خانشین ولسوالۍ کې د ١٢ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې
د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په خانشین ولسوالۍ کې د ١٢ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې، چې لس ورځې به دوام وکړي.
د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې شاهین افغان لوبډلې د یو پر صفر ګول په توپیر خپلې سیالې خان بلوچ لوبډلې ته ماتې ورکړه او د سیالیو لومړۍ بریا یې خپله کړه.
