رسنیز بلنلیک
پام کې ده، چې د افغانستان د پهلوانۍ ملي فدراسیون د هېواد د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست سره په همکارۍ، له ولایتونو او کابل ښار څخه د نویو ځوانانو او ځوانانو ملي لوبډلو لپاره د ورزشکارانو تر منځ سیالۍ پیل کړي.
له همدې امله د ټولو رسنیو درنو استازو ته بلنه ورکول کېږي، تر څو د دغو سیالیو د پرانیستې مراسمو د خبري پوښښ لپاره راشي.
نیټه: یکشنبه، د وږي ۱۵مه، ۱۴۰۵
ځای: شپاړسمه ناحیه، حضوري چمن، د هېواد د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست ۲۵۰۰ کسیز جمنازیوم
