هلمند؛ مرکز لښکرګاه ښار کې د نهو لوبډلو ترمنځ د فوټبال الف لیګ سیالۍ پیل شوې
د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مرکز لښکرګاه ښار کې د نهو لوبډلو ترمنځ د فوتبال الف لیګ سیالۍ پیل شوې، چې دوې میاشتې له دوام وکړي.
د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې یاران لوبډلې د ٦ پر ٢ ګولونو په توپیر خپلې سیالې بُست لوبډلې ته ماتې ورکړه او د سیالیو لومړۍ بریا یې خپله کړه.
