کونړ کې ورزشکارانو ته د تورو کمربندونو اسناد ورکړل شول
د کونړ ولايت د کراټې فدراسيون مرکزي کلب کې تور کمربند اخيستونکو څلور ورزشکارانو ته د فراغت سندونه ورکړل شول.
د دغو سندونو لپاره د کونړ ولايت په کيوکوشين کان کلب کې د استاد عصمت الله له خوا څو ورځې وړاندې د يو شمېر ورزشکارانو څخه عملي او نظري ازموينه اخيستل شوې وه.
د هغوی له ډلې فیضان الله عزيزي، محبوب خاکسار، احسان الله محسن او رحمت الله د تور کمربند او مسلکي روزنکو اسناد ترلاسه کړل .
په دغه مراسمو کې د کونړ ولايت د بدني روزنې او ورزش امر انعام الحق ساپي، فني او مسلکي مدير طارق خان ساپي، د کونړ د ملي راډيو ټلويزيون غړو، ورزشکارانو او عامو مشرانو او ځوانانو برخه اخيستې وه.
د مراسمو ګډونوالو د بدني روزنې امر د استاد عصمت الله هڅې وستايلي، چې د ټولنې ځوانان په سالم ډول روزي او د فسق او فجور مخه نيسي.
په پای کې د کنړ ولایت د ورزشي امر له خوا استاد او ورزشکاران په ورزشي مډالونو ونازول.
