کابل کې د يووالي جام په نوم د کونګ فو اتلولۍ سيالۍ پيل شوې

org_admin
Wed, Sep 16 2026 7:30 PM
کابل کې د يووالي جام په نوم د کونګ فو اتلولۍ سيالۍ پيل شوې

د کابل ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست په همکارۍ او د کونګ فو فدراسيون له لوري د کابل ولايت له کلبونو د ۱۶۰ ورزشکارانو ترمنځ د يووالي جام په نوم په بازمايانا سبک کې د کونګ فو اتلولۍ سيالۍ پيل شوې.

دغه سيالۍ د تنکيو ځوانانو، نويو ځوانانو، ځوانانو او د لويانو ورزشکارانو په عمري کټګوريو او د تک فايټ په ډول ترسره شي، چې په پايله کې به ۸۰ غوره ورزشکاران وپېژندل شي.

د دغو سياليو د پيل په مراسمو کې د ورزش ادارې فني او مسلکي مرستيال حافظ احمد جان ځدراڼ، د کونګ فو فدراسيون مسوولينو او ورزشکارانو ګډون کړی وو.

د يادو سياليو موخه د کونګ فو ورزش ته وده ورکول او د غوره استعدادونو موندل و.

Latest news

Mon, Aug 17 2026 5:49 PM
Background image

The Central Zone Water Polo Selection Competitions

The Central Zone Water Polo Selection Competitions, with the participation of 60 athletes from six provinces of the country, were launched in Kabul by the National Aquatics Sports. . .

Sun, Aug 16 2026 2:58 PM
Background image

in honor of the 24th of Asad,


At the sports festival organized by the Directorate General of Physical Education and General Sports in honor of the 24th of Asad, Afghanistan's Minister of Defense, Mullah Mohammad. . .

BACK TO NEWS