افغان ملي لوبډلې ته د حسن کارنېل رابلل
د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې د مشر روزونکي انوش دستګير په خبره، د افغانستان د فوټبال ځوان ستوري "حسین کارنیل" ته به په سویډن هیواد کې له ملي لوبډلې سره د یوځای کېدو بلنه ورکړل شي.
د ملي لوبډلې مشر روزونکي وايي: ۱۸ کلن بريد کوونکی لوبغاړی چې په دې وروستیو کې تازه د سويډن په غوره لیګ او د IFK ګوتبورګ لوبډلې سره لوبېدلی، د نوموړي په خبره هغه به په نږدې راتلونکي پیلېدونکي تمریني کمپ کې له افغان ملي لوبډلې سره یوځای شي.
ویل کېږي چې چين کې د اسیام جام ملتونو ۲۰۲۳سیاليو ته د لار موندنې پچه اچونه به د پنجشنبې په ورځ ترسره شي.
