چلسي د لیل په وړاندې لوبه وګټله
د چمپینز لیګ د 1/8 پړاو د دوهمې اونۍ په پیل کې تیره شپه د کابل پر وخت 11:00 بجې دوه لوبې ترسره شوې چې په پای کې چلسي د لیل په وړاندې بریا خپله کړه.
د لندن په سټمفوربیرج لوبغالي کې د چلسي فوټبال لوبډلې د فرانسې لیلي لوبډلې ته ۲-۰ ماتې ورکړه.
کای هاورتس په ۸مه دقیقه کې او کریسټین پولیشیج په ۶۳مه دقیقه کې د انګلستان استازی لپاره دوه ګولونه ترسره کړل. له دی بریا سره د چلسي لوبډلې خپل کار نیمه پایلوبې ته آسانه کړ.