په کندهار کې د کیوکوشین کراټې ورزشي کلب پرانیستل شو
دغه ورزشي کلپ چې د کندهار د بدني روزنې او ورزش رياست د تخنيکي او مسلکي مديريت تر څارنې لاندې به فعالیت ته دوام وکړي په رسمي توګه د کيوکوشين کراټې د لوبغاړو پرمخ پرانیستل شو.
ورزشکارانو د دغه کلب په پرانستل کېدو خوښي وښوده او ويې ويل، چې د دغه ورزشي کلب په پرانېستل کېدو سره به په کندهار کې د ياد شوې لوبې فعاليتونه نور هم ډېر شي او په دې برخه کې به د ورزشکارانو ډېرې ستونزې هوارې شي.
