هلمند؛ مرکز لښکرګاه ښار کې د اتو لوبډلو ترمنځ د هلمند فوټبال غوره لیګ سیالۍ پای ته ورسېدې
د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مرکز لښکرګاه ښار کې د اتو لوبډلو ترمنځ د هلمند فوټبال غوره لیګ سیالۍ د بارک هلمند لوبډلې په اتلولی پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو وروستۍ لوبه کې هارون پوپل لوبډلې د ٤ پر یو ګول په توپیر خپلې سیالې بارک هلمند لوبډلې ته ماتې ورکړه، خو بارک هلمند لوبډلې د ٣٩ نمرو او تر ټولو زیاتو ګولونو په ترسره کولو سره د دغه لیګ اتلولي وګټله.
دغو سیالیو دوې نیمې میاشتې دوام وکړ.
