خوست کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې
د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مرکز مردیخېلو سیمه کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د حمیدالله تڼیوال لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه کې حمیدالله تڼیوال لوبډلې له خپل ۱۶۵ منډو هدف څخه دفاع وکړه او د ۲۴ منډو په توپیر یې خپلې سیالې مردیخېلو ځوانانو لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.
دا سیالۍ د ځوانانو ترمنځ د یووالي په موخه ترسره شوې، چې دوې میاشتې یې دوام وکړ.
