دوالیبال پنځم پړاو سیالیو پر دوام؛ عقابان او ستارهګان لوبډلو بریاوې خپلې کړې
د والیبال ملي فدراسیون له لوري د والیبال پنځم پړاو غوره لیګ سیالۍ چې له دوو ورځو راهیسې په پلازمېې کابل کې پیل شوي دي؛ په دویمه ورځ یې هم دوې لوبې ترسره شوې.
د دغو سیالیو په درېیمه لوبه کې عقابان خواجه بهاؤالدین لوبډلې د ٣ پر ٢ میدانونو په توپیر خپلې سیالې اردو لوبډلې ته ماتې ورکړه او په څلورمه لوبه کې بیا ستارهګان لوبډلې د ٣ پر ٢ میدانونو په توپیر خپلې سیالې اتحاد لوبډلې ته ماتې ورکړه.
د والیبال پنځم پړاو غوره لیګ سیالۍ په دوو ګروپونو کې د لسو لوبډلو په ګډون ترسره کیږي، چې د راتلونکې لړم میاشتې تر څلورمې نېټې به دوام وکړي.
