تخار کې پهلوانۍ سیالۍ پای ته ورسېدې
د تخار ولایت په ینګيقلعه ولسوالۍ کې د یاد ولایت د څلورو ولسوالیو د ورزشکارانو تر منځ د پهلوانۍ پیل شوې لوبې تېره ورځ پای ته ورسېدلې.
د تخار ولایت د ورزشي امر محمد رشاد ارین په وینا؛ ګډونوالو ورزشکارانو په بېلابېلو عمرونو او وزنونو کې یو بل سره لوبې وکړې.
نوموړي زیاته کړه، له یادو لوبو یې موخه د پهلوانۍ ورزش وده او د تخار ولایت منتخبې لوبډلې ټاکل دي.
یاده دې وي، چې تخار ولایت کې دغه لوبې د زرګونو مینوالو په بدرګه وشوې، چې له لرې پرتو ولسوالیو پکې مینوالو ګډون کړی و.
